Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د اسټرالیا کرکټ بورډ یوځل بیا د افغانستان پر وړاندې د نه لوبېدو له پرېکړې دفاع کړې

0
د اسټرالیا کرکټ بورډ د کرکټ د نړیوالې شورا د مشر د څرګندونو په غبرګون کې یوځل بیا د افغانستان پر وړاندې د نه لوبېدو له پرېکړې دفاع کړې ده.


د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د اسټرالیا د کرکټ بورډ مشر مایک بیرد نن پنجشنبې د ډسمبرپنځمه ویلي: "دوی پر هغه دریځ چې د افغانستان پر وړاندې يې د کرکټ په برخه کې لري، ویاړ کوي."


د کرکټ د نړیواالې شورا مشر ګرګ بارکلي پرون چهارشنبې ناوخته د ډسمبر څلورمه د برتیانیا چاپ ټلګراف ورځپانې سره په مرکې ویلي: "که اسټرالیا غواړي د افغانستان پر وړاندې سیاسي دریځ ونیسي، نو په نړیوالو جام کې دې هم همدا کار وکړي."


هغه ورځپانې ته وړاندې ویلي: "یقیناً دا د اسټرالیا لپاره ګرانه تمامېږي چې له ټولو لوبو په شا شي، خو اصول اصول دي او په دې برخه کې باید ثبات او بشپړوالی وي."


د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې اسټرالیا درې ځلې له افغانستان سره له نړیوالو ټورنمنټونو بهر له لوبو کولو ډډه کړې ده.


اسټرالیا وايي، ځکه له افغانستان سره د کرکټ یو اړخیز لوبې نه کوي چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو ترڅنګ د سپورټ په برخه کې بندیزونه لګولي دي.


اسټرالیا په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته له افغانستان سره یوازېنۍ پلان شوی ټېسټ لوبه لغوه کړه.


له دې وروسته په ۲۰۲۳م کال کې اسټرالیا په متحده عربي اماراتو کې له افغانستان سره د درېیو نړیوالو یو ورځینو لوبو له لړۍ ووته، چې په کابل کې د افغانستان کرکټ بورډ هغه مهال د اسټرالیا دا پرېکړه "خواشینونکې" بللې وه او ویلي وو، کرکټ دې له سیاست سره نه ګډېږي.




د همدې روان کال په مارچ میاشت کې د اسټرالیا کرکټ بورډ درېیم ځل لپاره د شل اوریزو سیالیو لړۍ له افغان کرکټ بورډ سره لغوه کړه.


د اسټرالیا کرکټ بورډ له‌خوا په افغانستان کې د ښځو پر سپورټ د بندیزونو پر سر د لوبو لغوه کېدو ته یو شمېر د افغان کرکټ لوبغاړو له هغې ډلې راشد خان او نوین‌الحق چې د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې يې ګډون کاوه غبرګونونه ښودلي وو.


دغه دوه لوبغاړي اوس د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې ګډون نه کوي.


که څه هم اسټرالیا له افغانستان سره یو اړخیزې سیالۍ نه کوي، خو د تېر شل اوریز جام په ګډون په نړیوالو سیالیو کې اسټرليا د افغانستان پر وړاندې لوبې کوي.


د اسټرالیا کرکټ بورډ دې کړنې ته د کرکټ نړیوالې شورا مشر د ریاکارانه کړنې نوم ورکړی دی.


له دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو هم ویلي وو، که اسټرالیا رښتیا په خپل دریځ ولاړه وي، نو په نړیوالو لوبو کې دې هم د افغانستان پر وړاندې نه لوبېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рублёв выпадет из топ-8 после поражения на турнире ATP в Гонконге






Названы лидеры в номинации «Призвание» премии «Народное признание»

Новому году – новые спектакли

Гребец Кирилл Ляпунов восстанавливается после инцидента в Москве

Молодые и влюбленные: беременная жена Александра Петрова делится новыми фото с семейного отдыха