Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره: ایران په لوړه پیمانه د یورانیمو غني کولو ته چمتوالی نیسي

0
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یا آی‌اې‌اي‌اې IAEA مشر خبرداری ورکړی چې ایران په لوړه پیمانه د یورانیمو غني کولو ته چمتوالی نیسي.


رافایل ګروسي دغه خبردارې په یوه محرم راپور کې چې د دې ادارې د مدیره هیئت بورډ ته یې وړاندې کړی، ورکړی دی.


په دغه راپور کې ویل شوي چې که ایران د یورانیمو د غني کولو پروسه چټکه کړي، د یورانیمود غني کولو اندازه به ۶۰ سلنه ته ورسوي.


د راپور له مخې، دا به په دې معنی وي چې یوازې به په فردو تاسیساتو کې په یوه میاشت کې په لوړه کچه د غني شویو یورانیمو اندازه چې مخکې ۴،۷ کیلوګرامه وه، ۳۴ کیلوګرامه ته لوړه شي.


د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر چې په بحرین کې د یوه کنفرانس په څنډه کې خبریالانو ته د دغه راپور په اړه څرګندونې کولي وویل چې دغه زیاتوالی به اوه یا اته چنده یا هم له هغې زیات وي چې دی دغه پرمختګ خورا د اندېښنې وړ بولي.


په داسې حال کې چې تهران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییز دی، خو ایراني چارواکو مخ په زیاتېدونکي ډول ګواښونه کړي چې د اټوم بم او د قاره ویشتونکو بالسټیک توغندیو تولید ته به مخه کړي.


د یو شمېر کارپوهانو په باور که ایران په لوړه کچه د غني شویو یورانیمو زېرمې تر۶۰ سلنې پورې ورسوي نو دا هیواد به له اټوم بم څخه چې نوي سلنه غني شوي یورانیم یې تولید ته په‌کاردي، ډېر ورنژدې شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Анна Калинская снялась с матча по ходу полуфинала турнира WTA-250 в Сингапуре






Леус: в Московском регионе в январе установились температурные рекорды

Акцию по безопасности на ж/д станциях провели в 40 округах Подмосковья

КХЛ. «Динамо Москва» — СКА. Прямая трансляция: смотреть хоккей онлайн

Синоптик Вильфанд: в российских регионах ожидается гололедица