Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

ازبکستان د ترمز، کابل او پېښور ترمنځ د اورګاډي د پروژې بشپړېدل د سیمې اتصال لپاره مهم وباله

0
په اسلام آباد کې د ازبکستان سفیر د پاکستان له دفاع وزیر سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان له لارې د دې دوو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي د پروژې ګټه به ټولو ښکېلو هېوادونو ته ورسېږي.


اسوشیتیدپریس پاکستان خبري آژانس پرون راپور ورکړ چې د ازبکستان سفیر علیشیر توختایوف له خواجه آصف سره په پرونۍ کتنه کې ویلي چې د ترمز، کابل او پېښور ترمنځ د اورګاډي د پروژې بشپړېدل به د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې مهم رول لوبوي.


د توختایوف په وینا له دې لارې به په کال کې ۲۰ میلیون ټنه سوداګریز مالونه له پاکستان څخه ازبکستان ته ځي او په لګښتونو کې به یې تر ۳۵ سلنې پورې کموالی راشي.


د ترمز، کابل- پېښور د اوګاډي پروژه چې په افغانستان کې به یې اوږدوالی ۶۴۷ کیلومتره وي، د پلان له مخې له بلخ، سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردګو او لوګر ولایتونو تر تېرېدو وروسته د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې خیبر پښتونخوا ایالت ته ننوځي او تمه ده چې تر هنده پورې به دوام وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Теннисист Рублев поднялся в рейтинге ATP на восьмое место






Овечкин сокрушит рекорд Гретцки и увековечит свое величие на родине! Он откроет музей с уникальными экспонатами

Сарик Андреасян обругал студентов. И оскорбил Тарковского. Что произошло?

Четыре компании Подмосковья получили высший уровень национального стандарта

Бывшего главврача из Санкт-Петербурга объявили в федеральный розыск