Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د افغان نجونو د بې وخته ودونو د مخنیوي غوښتنه وشوه

0
د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې یا یوایس‌اې‌آی‌‌ډي USAID مشر په دې هېواد کې د نجونو د بې وخته ودونو د مخنیوي غوښتنه کړې.


جوئېل سنډفور په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت پر ایکس پاڼه خپور شو، ویلي چې افغان نجونو او ځوانې ښځې د داسې یوې راتلونکې مستحقې دي چې له وختي او جبري ودونو پاکه وي.


د "یوایس‌اې‌آی‌‌ډي" له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې په افغانستان کې د هغو نجونو چې عمرونه یې د ۲۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ دي، په سلو کې ۲۸،۷ سلنه یې له اتلس کلونو او ۹،۶ سلنه له ۱۵ کلونو څخه په کم عمر کې واده شوي او له شپږم د لوړو ټولګیو د نجونو زده کوونکو پر تعلیم له بندیز وروسته د کم عمره نجونو په ودونو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.


سنډفور دې ارقامو ته په اشارې سره وايي: "دا ارقام د اندېښنې وړ دي او د نجونو او ځوانو ښځو د حقونو د خوندیتوب اړتیا نوره هم په ډاګه کوي. موږ باید د هغو عواملو د له منځه وړلو هڅه وکړو چې د بې وخته او جبري ودونو سبب کېږي."


له ۱۸ کلونو په کم عمر او په جبري ډول د افغان نجونو ودونه په افغانستان کې یوه لویه ټولنیزه ننګونه ده، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ناوړه دود په قربانیانو کې نور زیاتوالی هم راغلی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Монпелье (ATP). 2-й круг. Рублев сыграет с Юбэнксом, Бублик – с Кепфером, Оже-Альяссим – с Казо






“ИнтерСтрой” предлагает последние квартиры в видовом ЖК в Алуште

Путин поздравил патриарха Кирилла с годовщиной интронизации

В Подмосковье отремонтировали остановки в семи округах

Безусловное возвращение: европейские компании хотят заместить американский СПГ российским газом