Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د سوریې ځواکونه د پلازمېنې دمشق له مربوطاتو شا ته شوي او یاغیان د پرمختګ په حال کې دي

0
راپورونه وايي، د سوریې دولتي ځواکونه د پلازمېنې دمشق له مربوطاتو شا ته شوي او د یاغیانو ډلې د مخکې تګ په حال کې دي.


د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، د سوریې دولتي ځواکونو د پلازمېنې دمشق له مربوطاتو شاتګ کړی دی.


دا په داسې حال کې ده چې د افراطي ډلو په مشرۍ یاغیانو د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو پر خلاف په جګړه کې پرمختګونو ته دوام ورکړی دی.


په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ نن شنبه ویلي چې د سوریې دولتي ځواکونه له عرطوز کلي چې د پلازمېنې دمشق په ۱۰ کیلومترۍ کې پروت دی، وتلي دي.


دا د سوریې د ولسمشر بشارالاسد لپاره چې له څه باندې یوې اوونۍ د یاغي له وسله‌والو مبارزو سره مخامخ دی، یو ګوزار ګڼل کېږي.


د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، یاغیانو د دمشق زیات کلي نیولي او د بندیانو د خوشې کولو لپاره یې پلازمېنې ته نږدې پر یوه پوځي زندان هم ولکه ټینګه کړې ده.


په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د امنیتي سرچینو په وینا راپور ورکړی چې د سوریې لسګونه سرتېري ګاونډي هېواد عراق ته اوښتي دي.


د دوی په وینا، دغه پوځیان د القیام سرحدي دروازې له لارې له عراقي ځواکونو سره په همغږغۍ عراق ته رسېدلي دي.


بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سوریې د دولت او د اپوزیسیون د ډلو ترمنځ د سیاسي ډیالوګ غوښتنه کړې ده.


رویټرز اژانس په بل راپور کې ویلي چې یاغیانو د سوریې په سُّوَيْدَاء ولایت کې چې د اردن پولې ته څېرمه پروت دی، پر اکثرو پوځي اډو ولکه ټینګه کړې ده.




د سوریې حکومت د دغو تازه تحولاتو په باب سم د لاسه تبصره نه ده کړې، مخکې یې ویلي وو چې د سوریې پوځ په دوو جنوبي ولایتونو درعا او سُّوَيْدَاء کې ځای پر ځای شوي، خو د سوریې د جګړې یوه څارونکي بنسټ راپور ورکړی و، چې د سوریې حکومت پر درعا او سُّوَيْدَاء کنټرول بایللی دی.


تر دې مخکې د سوریې دولتي رسنیو د پوځ او وسله‌والو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ د اعلامیې له مخې راپور ورکړی و چې د سوریې ځواکونه بېرته په درعا او سُّوَيْدَاء کې د ځای پر ځای کېدو او د خپلو مورچلونو د ټینګولو په حال کې دي.


د سوریې د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې په حمص او حماة ولایتونو کې یې له تروریستي سازمانونو د سیمو بیا نیول پیل کړي دي.


د سوریې د حکومت یاغي ډلو خپل پوځي عملیات تېره اوونۍ پیل کړل چې کلیدي ښارونه حلب او حماة یې ونیول او په نږدې ښار حمص کې یې د پوځیانو خلاف جګړه وکړه.


د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني نن ویلي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد ونه توانېد چې له خپلو خلکو سره خبرې وکړي او کله چې په دغه هېواد کې جګړه کمه شوې وه، ځینې مسایل لکه د کډوالو ستنېدلو موضوع حل کړي.


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون جمعه د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هکان فیدان سره په ټلیفوني خبرو کې په سوریه کې د ملکیانو او اقلیتونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.


ترکیه د سوریې په کورنۍ جګړه کې د رژیم د مخالفو ډلو ملاتړ کوي، خو ایران او روسیه د سوریې د رژیم ملاتړي دي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر نن په دوحه کې د روسیې او ایران د بهرنیو چارو له وزیرانو سرګي لاوروف او عباس عراقچي سره په سوریه کې د نوې پیل شوې جګړې پر حل لارو خبرې وکړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Australian Open

Русские девушки взяли реванш за финал Олимпиады-2024. Холодная месть Андреевой и Шнайдер в жаркой Австралии






В Москве задержали поджигателя релейного шкафа, которому обещали 10 тысяч рублей

Эксперт назвал опыт Москвы по привлечению горожан к тестированию ИИ передовым

ТАСС: СК изъял в доме экс-замглавы МО Иванова более 30 единиц оружия

АльфаСтрахование оптимизирует операционный учет с Proceset