Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

یو څارونکي بنسټ او یاغیان: دوه سویلي ولایتونه د سوریې له کنټروله وتلي

0
که څه هم د سوریې پوځ په دوو جنوبي ولایتونو کې د خپلو پوځیانو د ځای پر ځای کېدو خبره کړې، خو یوه څارونکي بنسټ او یاغیانو ویلي، دغه دوه ولایتونه د سوریې له کنټروله وتلي دي.

که څه هم د سوریې پوځ وايي، نن شنبه په دوو جنوبي ولایتونو درعا او السويدا کې ځای پر ځای شوي، خو د سوریې د جګړې یوه څارونکي بنسټ راپور ورکړی چې د سوریې حکومت پر درعا او السويدا کنټرول بایللی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ نن ویلي چې یاغي وسله‌والو د جنوبي ولایت درعا پر ۹۰ فیصده برخو ولکه ټینګه کړې ده.

درعا په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې د پاڅونونو عمده مرکز و.

تر دې مخکې د سوریې دولتي رسنیو د پوځ او وسله‌والو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ د اعلامیې له مخې راپور ورکړی و چې د سوریې ځواکونه بېرته په درعا او السويدا کې د ځای پر ځای کېدو او د خپلو مورچلونو د ټینګولو په حال کې دي، هغه هم له لیرې واټنه د پوځ پر پوستونو د تروریستي عناصرو له حملې وروسته.



په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې په ګاونډي السويدا کې د محلي یاغیانو له خوا د ګڼو پوستو له نیولو وروسته د دغه ولایت والي، د پولیسو مشر، د زندان مدیر او د واکمن بعث ګوند محلي مشر له خپلو دفترونو وتلي دي.

د سوریې د پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې په حمص او حماة ولایتونو کې یې له تروریستي سازمانونو د سیمو بیا نیول پیل کړي دي.



د سوریې د حکومت یاغي ډلو خپل پوځي عملیات تېره اوونۍ پیل کړل چې کلیدي ښارونه حلب او حماة یې ونیول او په نږدې ښار حمص کې یې د پوځیانو خلاف جګړه وکړه.



د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني نن ویلي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد ونه توانېد چې له خپلو خلکو سره خبرې وکړي او کله چې په دغه هېواد کې جګړه کمه شوې وه، ځینې مسایل لکه د کډوالو ستنېدلو موضوع حل کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون جمعه په سوریه کې د ملکیانو او اقلیتونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

بلېنکن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هکان فیدان سره په ټلیفوني خبرو کې د اقلیتونو د ډلو د غړو په ګډون د ملکیانو د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار وکړ.

ترکیه د سوریې په کورنۍ جګړه کې د رژیم د مخالفو ډلو ملاتړ کوي، خو ایران او روسیه د سوریې د رژیم ملاتړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر نن په دوحه کې د روسیې او ایران د بهرنیو چارو له وزیرانو سرګي لاوروف او عباس عراقچي سره په سوریه کې د نوې پیل شوې جګړې پر حل لارو خبرې وکړې.

دا درې واړه هېوادونه له ۲۰۱۷م کال راهیسې د استانې پروسې په چوکاټ کې سره ګډ دي او که څه هم په سوریه کې د بېلابېلو جهتونو ملاتړ کوي، خو غواړي چې د سوریې کورنۍ جګړې ته حل لار پیدا کړي.

وروسته له هغې چې د سوریې یاغیانو په کلیدي ښارونو کې پرمختګ وکړ او له دولتي ځواکونو یې د جنوبي ولایت السويدا زیاتې برخې ونیولې، د سوریې د یاغیانو پوځي قوماندان حسن عبدالغني نن شنبه هڅه وکړه، د سوریې مذهبي ډلو او اقلیتونو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

د ځینو نورو هېوادونو په څېر اردن هم له خپلو وګړو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره له سوریې ووځي.

تر دې مخکې چین د پنج شنبې په ورځ له خپلو وګړو غوښتي وو چې له سوریې ووځي او په تجارتي الوتنو کې ځانونه خپلو کورونو ته ورسوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса