Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

یوناما: طالبان دې د بشري حقونو نړیوالې ژمنې ومني

0
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو په برخه کې خپل نړیوال مکلفیتونه ومني.


په یوه بیان کې چې یوناما نن د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت رسنیو ته استولی، پر افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتنه شوې چې د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه په ټول افغانستان کې د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او هوساینې د کلیدي عنصر په توګه ومني.


په بیان کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا له قوله ویل شوي دي چې نوموړې وايي، په خواشینۍ سره موږ په افغانستان کې په دوامداره توګه د برعکس وضعیت شاهدان یو.


د نوموړې په وینا د امنیت په برخه کې له ښېګڼې او د وسله وال تاوتریخوالي له کمښت سره سره د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول د له منځه تلو په حال کې دی. مېرمن اوتونبایووا وايي د دې وضعیت زیان ښځې او نجونې ګالي.


طالبانو تراوسه د یوناما د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې پرله پسې دا ټینګار کړی چې د افغانانو بشري حقونو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Рыбакина провела первую тренировку в Абу-Даби. Видео






Кресла, диваны, простор. Архитекторам показали в Москве школу будущего

В регионах ПФО к концу недели ожидается похолодание

Телеведущая Довлатова, проживающая в «Алых Парусах», не слышала звуков взрыва

В Москве увеличили производство и поставки аксессуаров