د ناټو سرمنشي: ایران او روسیه د بشار اسد د جنایتونو شریکان دي
د ناټو سرمنشي وایي چې، ایران او روسیه د سوریې د پرځول شوي ولسمشر بشاراسد، په جنایتونو کې شریکان دي او د هغه سقوط څرګندوي چې دغه دواړه هېوادونه "بېباوره شریکان" وو.
مارک روتې د دوشنبې په ورځ وویل: "روسیه او ایران د اسد د حکومت اصلي ملاتړي وو او د سوریې د خلکو پر وړاندې په جنایتونو کې مسوولیت لري."
هغه زیاته کړه، دې دواړو هېوادونو، کله چې بشار اسد نور دوی ته ګټه نهشوای رسولی، دا ثابته کړه چې بېباوره شریکان دي.
د شمالي اتلانتیک تړون سرمنشي د بشار اسد د حکومت پای ته رسېدا "د خوښۍ شېبه" وبلله، خو ویې ویل چې دې پېښې د سوریې د خلکو او سیمې لپاره ناڅرګند حالت رامنځته کړی دی.
مارک روتې همدارنګه په سوریه کې د سولې له لارې د واک لېږد غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د حماس سختدریځې ډلې د بشارالاسد د حکومت تر نسکورېدو یوه ورځ وروسته د سوریې خلکو ته مبارکي ورکړه او د دې هېواد د یووالي غوښتنه یې وکړه.
دې ډلې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې د بشاراسد د رژیم پرځېدا د ازادۍ او عدالت د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره بریالیتوب بللی او د سوریې له خلکو یې غوښتنه کړې چې سره یو شي.
حماس، چې د امریکا او اروپایي اتحادیې له خوا یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي، هیله څرګنده کړې چې سوریه به له اسد وروسته لا هم "د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره خپل تاریخي او محوري رول" ته دوام ورکړي.
له بلې خوا د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې مشر زیادالنخاله، چې ایران یې ملاتړ کوي او د حماس متحد دی، ورته څرګندونې وکړې.
زیادالنخاله وویل: "اسلامي جهاد هیله لري چې سوریه به لکه څنګه چې تل وه، د فلسطین د خلکو او د هغوی د عادلانه ارمان لپاره یوه ریښتینې ملاتړې پاتې شي."
خو د لبنان حزبالله ډلې د سوریې وروستي تحولات "یوه جدي او خطرناکه ننګونه" وبلله.
د دې ایران پلوه ډلې یوه جګپوړي چارواکي د بشار ااسد د حکومت د نسکورېدو په لومړني غبرګون کې د سوریې پېښې "جدي، خطرناکې او د نویو تحولاتو زمینه برابرونکې" وبللې.
د لبنان په پارلمان کې د حزبالله استازي حسن فضلالله، په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې د دې چټکو تحولاتو علت او څرنګوالی دقیقې ارزونې او څېړنې ته اړتیا لري او دا کار یوازې د عامو ویناوو او څرګندونو له لارې ممکن نه دی.
حزبالله، چې د امریکا لهخوا یوه ترهګره ډله بلل کېږي، د سوریې د کورنۍ جګړې په کلونو کې د بشاراسد په واک ساتلو کې مهم رول لوبولی و.
خو په تېرو ۱۴ میاشتو کې، له اسراییل سره د دې ډلې د جګړو د سختېدو له کبله، د حزبالله ډېر ځواکونه له سوریې څخه لبنان ته ستانه شول، چې دا کار د اسد د حکومت د دفاعي لیکو د کمزوري کېدو سبب شو.