د ثبات د ټینګښت لپاره د سوري وسله والو هڅې
په داسې حال کې چې نړیوال په دقت سره د سوریې تحولات څاري د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ وسله والو پرون اعلان وکړ چې د پخواني حکومت ټول پوځي پرسونل ته یې عفو اعلان کړې.
د سوریې صدراعظم محمد غازي الجلالي چې تراوسه هم دندې ته دوام ورکوي او ژمنه یې کړې چې له نویو واکمنو سره به همکاري وکړي ویلي دي چې د کابینې ډېری غړي لاهم دفترونو ته راځي.
د وسله والو د بیان له مخې جلالي له دې مخکې د وسله والو له مشر محمدالجولاني سره هم لیدلي دي. جلالي په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې په ګډه د واک د سمدستي او سوله ییز انتقال لپاره کار کوي.
د وسله والو سرچینو ویلي چې متقاعد سیاستوال محمد البشیر د انتقالي حکومت د مشرۍ لپاره غوره شوی دی.