Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

بلینکن د افغانستان په اړه یو وار بیا استماعیه غونډې ته حاضریږي

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانتوني بلینکن به د امریکا د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.


د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو جمهوریپال مشرمایکل مکال د نوومبرمیاشتې په ۲۶ نیټه اعلان وکړچې ښاغلي بلینکین منلې چې د ډسمبرپه یولسمه به د دې کمیټې په غونډه کې ګډون وکړي اوڅه باندې درې کاله مخکې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د څرنګوالي په اړه په اړه به د دې کمیټې د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ووایي. د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې ښاغلی بلینکین چې څو ځلې مخکې د استازیو جرګې په استاعیه غونډو کې نه ووحاضرشوی، د دې کمیټې د مشرله خوا استازیو جرګې ته په سپکاوی تورن شوی او د هغه د استیضاح لپاره یې هم هڅه کړې وه.


خو د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي و چې بلینیکین له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه تراوسه د کانګرس په ۱۴ غونډو کې ګډون کړی اوهم دې وزارت په زرګونه سندونه او ثبتي مکالمې دې کمیټې ته سپارلې دي.


د ډیموکراټ ولسمشرجوبایډن پرادارې یوشمیرجمهوریپالان انتقاد کوي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بهیریې سم ندی مدریت کړی. د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ په پای کې له افغانستان څخه په ګډوډۍ کې د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیرلابشپړشوی نه وچې له ملاتړه برخمن پخوانی حکومت یې ړنګ او طالبان بیا واک ته ورسیدل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Циципас одержал первую победу в финалах турниров ATP-500 после 11 поражений






Иудейская община о встрече Путина и Минниханова: Мы живем в согласии с другими религиями

Культовые песни группы «Кино» прозвучали в столичном главке Росгвардии

Руководство РТ и «Татнефти» выражает соболезнования в связи со смертью Раиса Хисамова

Счетная палата России вернула в бюджеты почти 150 млрд украденных рублей