امریکا د افغان نجونو په طبي زده کړو د طالبانو پر بندیز اندېښنه وښوده
د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین پرون چهارشنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو دغه نوې بندیز د هغو هڅو وروستۍ بیلګه ده چې د افغان ښځو او نجونو حقونه او ژوند ننګوي او تعلیم او روغتیایي خدمتونو ته د ښځو پرلاسرسي د نه توجیه وړ ګوزاردی.
د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مخکینو بندیزونو ښځې له دې منع کړي چې نارینه ډاکټران یې درملنه وکړي او هم له نارینه محرم پرته له لیرې سفرکولو راګرځول شوې دي.
د بلینکین په خبره دغه تګلارې چې اوس له طبي زده کړو څخه د ښځو منع کیدل هم ورسره یوځای کیږي، نه یوازې د افغان میرمنو او نجونو، بلکې د ټولو افغانانو روغتیا، هوساینه، خوندیتوب او ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
بلینکین ویلي چې متحده ایالات به د دغو بندیزونو د لیرې کولو هڅو ته دوام ورکړي او نور هیوادونه هم دې کار ته هڅوي.
که څه هم د طالبانو حکومت په طبي انسټیټوتونو کې د ښځو پرزده کړې د لګول شوي بندیز په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او په دې اړه راپورونه یې نه تایید او نه هم رد کړي خو د روغتیا وزارت د یوشمیر چارواکو په حواله په راپورونو کې ویل شوي و چې د دغو انسټیټوتونو ښځینه زده کونکو ته تېره اوونۍ وویل شول چې د سې شنبې له ورځې نور د زده کړو دغو مرکزونو ته نور ورنه شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې مارګریت هریس هم اسوشتید پرس آژانس ته د لګول شوی بندیز خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې دغه پرمختګ د ښځینه روغتیایی کارکوونکو د رسمي زده کړو د پایښت او غوښتنې په اړه جدي اندیښنې راپورته کوي.