Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د خلیل الرحمن حقاني د جنازې مراسم په پکتیا کې ترسره شول

0
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د چنازې مراسم نن ـپنجشنبې) تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په خپل پلرني ولایت، پکتیا کې ترسره شول.


د خلیل الرحمن حقاني د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د کابینې یو شمېر غړو، د ریاست الوزارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ګډون کړی وو.


د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني پرون د دغه وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.


د هغه وراره انس حقاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغه برید کې ۶ تنه نور هم وژل شوي دي.


د اسلامي دولت ډلې (داعش) د دغه برید مسوولیت منلی دی.


خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د حکومت د سرپرستې کابینې لومړنی غړی دی چې په ۲۰۲۱ کال کې د دې ډلې له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې وژل کیږي.


نوموړی د سراج الدین حقاني تره او د حقاني کورنۍ د بنسټګر جلال الدین حقاني ورور دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Екатерина Александрова

Александрова обыграла Мартич и пробилась в полуфинал турнира в Линце






Суд арестовал топ-менеджера "Роснано" Касенкову по делу о превышении полномочий

В Переславле заработали два пункта весогабаритного контроля

Баку, разрушающий все стереотипы

В России начали учить на курьеров