امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
دا په روان کال کې د افغانستان په اړه د دې شورا څلورمه غونډه ده چې په دې هېواد کې د سیاسي، بشري او امنیتي ننګونو په اړه په کې د نړیوالې ټولنې استازي بحث کوي.
امنیت شورا ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پماموریت (یوناما) مشره روزا اوتنبایوا به د دغه هېواد په اړه خپل درې میاشتنی راپور غونډې ته وړاندې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، پر دې سربېره به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) استازی هم دې شورا ته وینا وکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوه خصوصي تلویزون طلوع نیوز ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په اړه ویلي، د دوی د سرپرست حکومت د استازي له ګډون پرته به د دې غونډې پریکړې «عقده يي او له واقعیت لرې» وي.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو پر وړاندې له سختو محدودیتونو، اقتصادي بې ثباتۍ او بشري ناورین سره مخامخ دی.