Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د یونان د کډوالو په کمپونو کې د ماشومانو پر ناوړه وضعیت اندېښنه

0
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وايي، د یونان د کډوالو په کمپونو کې د افغانانو په ګډون ماشومان له سخت وضعیت سره مخامخ دي.


د سیف د چیلډرن په یو نوي خپور شوي راپور کې راغلي چې د کډوالو لپاره د یونان شورا د دې هېواد د کډوالو په کمپونو کې هغه ترخه واقعیتونه په ګوته کړي چې ماشومان ورسره لاس و ګرېوان دي.


د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وویل، په ۲۰۲۴ کال کې یونان ته د ماشومانو راتګ دوه چنده زیات شوی دی.


د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې یونان ته د کډوالو راتګ ډېر شوی، چې د کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې تر ۵۷۳۰۰ اوښتی دی.


دغه سازمان زیاتوي، سږ کال تر ۱۳۰۰۰ ډېر ماشومان د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه ډېر دي.  له ترکیې یونان ته په اوښتونکو کډوالو کې ګڼ شمېر افغان کډوال هم شامل دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса