رینا امیري، د ښځو خلاف د طالبانو اعمال عمومي اقدام ته اړتیا لري
میرمن امیري پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن له ږغ سره خپل ږغ ملګری کوي، چې د طالبانو د فرمانونو د غندنې په باب دی.
وړاندې راغلي، چې دغه فرمانونه د افغانستان راتلونکی په خطر کې اچوي، د ښځو او نجونو خوبونه په اوبو لاهو کوي او ژوند یې په خطر کې اچوي.
بلېنکن د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي وو، چې د امریکا متحد ایالتونه د طالبانو تعبیضي اوامر چې د ده په وینا د افغان ښځو او نجونو حقونه او ژوند له خطر سره مخامخوي، غندي. هغه لیکلي وو، چې امریکا په قاطع ډول د افغان ښځو او ملاتړ ته دوام ورکوي.
طالبانو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه رعایتوي.
دغې ډلې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په دوام د افغانستان په طبي انستیتیوتونو کې هم د دوی زده کړې منع کړې.
په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دغه پرېکړه، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره وروستی بهیر هم تړي.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې طالبان باید سم د لاسه د جنسیتي ځورونې سیسټم پای ته ورسوي.