Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

بلینکین له اردوغان سره د سوریې په اړه خبرې وکړې

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، چې منځني ختیځ ته په سفر تللی، د پنجشنبې په ورځ له اردن څخه انقرې ته ورسېد او د اسن‌بوغا په هوایي ډګر کې یې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ولیدل.


د ترکیې د ولسمشر د دفتر په وینا، رجب طیب اردوغان په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې هېواد یې د خپل «ملي امنیت» لپاره په سوریه کې د ټولو هغو سازمانونو پر وړاندې چې ترهګر یې ګڼي، مخنیوونکي اقدامات ترسره کوي.


اردوغان همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سوریې د ادارو د بیا رغونې لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.


له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې انتوني بلینکن په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او په سوریه کې د واک لېږد په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې یو ځواب ویونکي او ټول‌شموله حکومت دې رامنځته شي.


ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترک سیال هاکان فیدان سره نن جمعه خبرو ته دوام ورکړي.


د رویټرز خبري اژانس پر اساس، امریکا او ترکیه دواړه د بشار اسد د حکومت د مخالفانو ملاتړ کوي، خو «د سوریې دیموکراتیک ځواکونو» په نامه د کردانو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات لا هم دوام لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Australian Open

Скончался 19-кратный победитель турниров «Большого шлема» Фред Столл






Финал чемпионата «Профессионалы» начался в колледже «Энергия» в Подмосковье

Стас Пьеха рассказал, как жил в детском доме: “У меня была там маленькая постелька. Свой проход в изолятор”

Тарасов и Костенко с четырьмя детьми снова вырвались на Мальдивы: семья отдыхает на вилле за 170 тысяч в сутки

Загадочно пропавшую два года назад Марию Седову нашли в Москве (Обновлено!)