Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

امریکا: د طالبانو حکومت، تحریک طالبان پاکستان او د القاعده ډلو غړو ته په افغانستان کې ځای ورکړی دی

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه نوي راپورموندني ښیي چې طالبان په افغانستان کې د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو کوربه توب کوي. په دغه نوي راپورکې چې دې وزارت پرون پنجشنبې خپورکړې همدارنګه ویل شوي چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړیو ته چې د افغانستان په خاوره کې فعال دي، اجازه ورکړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ وکړي او بریدونه ترسره کړي. په دې راپورکې دغه راز ویل شوي چې د طالبانو په منځ کې په دې اړه چې له تحریک طالبان پاکستان سره څه ډول چلند وشي اختلاف دی. په راپورکې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې حملو ته په اشاره ویل شوي چې دې ډلې په بریدونو کې تر ډیره د طالبانو غړي په نښه کړي دي. ویل شوي چې داعش د جنوري له میاشتې نه تراوکتوبر میاشتې پورې له اتلسو بریدونو څخه يې په څوارلسو کې د طالبانو غړي په نښه کړي او یوازې په دریو کې یې شیعه لږکۍ هدف ګرځولي او په یوه کې یې د بهرنیو چارو وزرات کارکونکي په نښه کړي و.


پرطالبانو د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د حملو د زیاتوالي خبرده داسې مهال کیږي چې دې ډلې وړمه ورځ د طالبانو د کډوالو او بیرته راستیندونکو چارو د سرپرست وزیرخلیل الرحمن حقاني د وژلو مسولیت هم واخیست.  


طالبانو تراوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Australian Open

«Я слишком стара, но иду дальше». Списанная русская теннисистка покоряет Австралию и готова мстить за Мирру






Федерация фитнес-аэробики России создает реестр квалифицированных тренеров и клубов

Звук, который дает преимущество: новая игровая гарнитура Bloody G565

Звук, который дает преимущество: новая игровая гарнитура Bloody G565

Mash: убитой в авто Куценко оказалась 36-летняя уроженка Камчатского края