Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ملیونونه کسان کافي خواړه نه لري

0
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې ملیونونه کسان چې کافي خواړه نه لري، د ژمي له سختې یخنۍ سره مخامخ دي. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن دوشنبه پر خپله ایکس پاڼه د یوه بېوزلي افغان د ویډیو په خپرولو لیکلي، چې د دغو کسانو ډېری یې خپلو اولادونو ته د خوړو برابرولو یا هم تاوده ساتلو لپاره اړ دي، چې غیرممکن انتخابونه هم وکړي. په ویډیو کې بېوزلي افغان ویلي، چې د خځلو او پلاستیکونو په سوځلو سره د ژمي سړې شپې سبا کوي. تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ازادۍ راډیو ته ویلي وو، د افغانستان په ځینو برخو کې د ژمي پر مهال د هوا درجه منفي ۲۰ سانټي ګرېډو ته راټیټېږي او دا تر ډېره نوي راستانه شوي یا هم بېځایه شوي کسان له خطر سره مخامخوي، چې د ځانونو د تودولو او مړولو وس نه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Российские теннисистки в парной категории выиграли турнир WTA-500 в Австралии






Российские вузы перейдут на новую систему образования в следующем году

Собор Пресвятой Богородицы православные совершают 8 января: что можно и нельзя делать в этот день, народные традиции

ВВС Бразилии завершили расшифровку черных ящиков разбившегося в Актау самолета

Патриарх Кирилл поздравил Путина с Рождеством Христовым