Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د ایران مازندران کې پر افغانانو د اوسیدو بندیز

0
ایراني چارواکو مازندران د افغانانو لپاره ممنوع ښار اعلان کړی دی.


د مهر نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت سلاکار نادریار احمدي د یکشنبې په ورځ وویل چې په مازندران کې افغانانو ته هر ډول کار منع دي او حتی افغانانو ته د لنډ مهاله استوګنې جواز هم نه ورکول کیږي.


نادريار وويل، افغان اتباع مازندران ته په هغو اسنادو نه شي ورتلی چې په نورو سیمو کې اجازه لري.


افغان کډوال یوازې په سیاحتي ویزې سره د ایران دې شمالي سیمې ته سفر کولی شي.


په تیرو وختونو کې، په مازندران سیمه کې افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو سره سره ځورول شوي او حتی ایستل شوي دي.


د ایران په شاوخوا شلو ښارونو کې د افغان مهاجرینو حضور منع شوی او په ځینو ولایتونو کې اړوندو چارواکو خبرداری ورکړی چې که افغان کډوال په کار وګمارل شي نو د دوی د کار څښتنان به تر یو میلیون تومانه زیات جریمه او سزا ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Андреева — вторая самая юная теннисистка, выигравшая стартовые матчи на шести турнирах WTA-1000 подряд






Выдачи автокредитов в России сократились вдвое

«Белая Луна»: DONI, DJ DAVEED и VIVATS представили второй фит

В Москве состоится фестиваль «Точка Опоры 4.0: Выбираю себя»

Экс-премьер Тернбулл: агрессивная политика Трампа приведет к возвышению Китая