Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د امریکا سفارت: له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی

0
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي چې افغانان په ځانګړي ډول افغان ښځې او نجونې په ورځني ډول د خپلو بنسټیزو بشري حقونو لپاره د مبارزې په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي.


دغه سفارت د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) د سویلي افریقا د پخواني ولسمشر او د اپارتاید ضد فعال نلسون ماندلا د خبرو پر بنسټ لیکلي، چې زده کړو، روغتیایي خدمتونو ته  له لاسرسي او ازادیو نه د ښځو او نجونو محرومول، د دوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی.


له دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو شارژدافیرې کرن دکر هم په ځلونو د طالبانو د مشرتابه پر پرېکړو نیوکې کړي او او د دوی پر ډېریو پالیسو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.


دا څرګندونې داسې مهال دي چې په افغانستان کې دا مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان نجونې او ښځې شدید محدودیتونه تجربه کوي.


 په افغانستان دننه له زده کړو محرومې ځینې زده کوونکې او محصلینې وایي چې پر دوی د لګولو شویو محدودیتونو په اړه یوازې د اندېښنو ير څرګندولو ستړې شوي او د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره د بشري حقونو د بسټونو د بېړنیو او عملي اقداماتو په تمه دي.


 د خوست ولایت اوسېدونکې هریوا ازادي راډیو ته وویل:


“درې کال کېږي چې ښوونځي مو تړل شوي دي، ډېرې اندېښمنې یو ځکه زموږ یوازینۍ هیله درس ویل وو، او که هر رقم سختي به راباندې راغله زموږ هیله دا وه چې که درس ووایو یو ځای ته به ورسېږو، ما غوښتل چې یوه خبریاله شم،غوښتل مې له دې لارې خپل هېواد ته خدمت وکړم، خو اوس خپل ژوند ډېر تیاره وینم.”


ساره بیا بله افغانه نجلۍ ده چې پر زده کړو یې د بندیز درد داسې له ازادي راډیو سره شریک کړ:


“پوهنتون ته تلم، هغه رشته چې مې ډېره خوښه وه، غوښتل مې چې ژورنالیزم ولولم، دوه سمسټره مې درس وویلو چې طالبان راغلل او د پوهنتوتونو دروازې یې زموږ پر مخ وتړلې، کور کې پاتې یو او په ژور خفګان اخته شوي یو.”


په ورته وخت کې د نجونو د زده کړو د حقونو ملاتړی بنسټ، ملاله فنډ هم چې ملاله یوسفزۍ یې مشري کوي، د دوشنبې په ورځ( د ډسمبر په ۱۶مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، دوی ۸۰ فرمانونه صادر کړي چې په ټکو یې ښځې او نجونې په سیستماتیکه توګه ځپي.


له دې وړاندې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د ۲۰۲۵ کال د اګسټ پر ۱۵ مه اعلان کړی و چې طالبانو په قصدي ډول په افغانستان کې یو میلیون او ۴۰۰ زره نجونې له منځنیو زده کړو راګرځولي دي.


 که څه هم د طالبانو حکومت تل وايي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د افغان ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي، خو د طالبانو په بیا واکمنېدو سره لومړی له شپږم ټولګیو پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منع شوې او بیا د لوړو زده کړو دروازې یې هم پر مخ وتړل شوې.


په تر ټولو وروستي اقدام کې بیا د طالبانو حکومت په نیمه عالي طبي انسټیټوتونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Тренер второй ракетки мира сделал признание о Елене Рыбакиной






Какой церковный праздник отмечают верующие в России 18 декабря 2024 года

Госдума разрешила переселение в реновационные квартиры в других районах

Экс-тренер «Зенита» Карасев: «Ничто не предвещало трагедии с Янисом Тиммой»

Желдорреммаш продлил Коллективный договор до 2027 года