د کابل-کندهار پر لاره دوو ترافیکي پیښو۵۰ تنه مړه کړي
د کابل-کندهار پر لویه لارو دوه خونړیو ترافیکي پیښو کې لږ تر لږه پنځوس تنه مړه او شل نور ژوبل شوي دي.
د طالبانو د ځایي چارواکو په وینا، دواړه پیښې پرون چهارشنبه د مسافر وړونکو بسونو او ټانکرونو د ټکر له کبله شوي دي.