Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د ژوندي سارو پرعکسونو بندیز تر ارګ ورسېده

0
د ژوندیو موجوداتو د انځورونو نه خپرولو په اړه د طالبانو د مشر حکم چې د دوی د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې راغلی، اوس د طالبانو د حکومت په مهمو ادارو کې عملي بڼه خپلوي.


د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسې د طالبانو د حکومت مهم چارواکي رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، مرستیالان یې ملا برادر، مولوي عبدالکبیر او عبدالسلام حنفي  په هغو خبرپاڼو کې چې رسنیو ته یې استوي، د ژوندي سارو عکسونه او ویډیوګانې نه خپروي.


له دې خبرپاڼو سره اوس یوازې د طالبانو بیرغ او یا د ارګ انځورونه مله وي.


تر دې مخکې کله چې د تلې په میاشت کې کله چې د طالبانو د مشر لخوا د ژوندي سارو پر عکسونو د بندیز فرمان خپور شو، د طالبانو د حکومت ځینې نورو چارواکو لکه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد نديم، د مالیې وزارت سرپرست محمد ناصر اخوند او د پوهنې وزارت سرپرست حبيب الله اغا د دې قانون د عملي کول پیل کړي وو او په خپلو ټولنیزو پاڼو یې د انځورونو او ویډیوګانو له خپرولو ډډه کړې.


بلخوا، د طالبانو د حکومت ځینې نور چارواکي لکه د کورنیو چارو سرپرست وزیرسراج‌الدین حقاني، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ، او د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد لا هم د خپلو فعالیتونو په اړه انځورونه او ویډیوګانې خپروي.


د کاپوهانو نظرونه


کارپوهان په دې باور دي چې  د طالبانو د حکومت د ځینو غړو له خوا د طالبانو د مشر ځینو فرمانونو ته نه پاملرنه د دوی په حکومت کې د جدي اختلاف ښکارندوي کوي.


سیاسي شنونکی صلاح‌الدین سعیدي په دې باور دی چې " د دې ډول مسایلو له امله به د طالبانو ترمنځ اختلاف زیات شي. " ښاغلي سعیدي ازادي راډیو ته وویل " هغه تصور چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله يې لري، چې باید د امیر اطاعت وشي، په ماتېدو دی. دا د کندهار ټینګار به د یو شمېر انشعابونو او اختلافاتو لامل شي."




 د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د نه  خپرولو قانون د طالبانو د حکومتي ادارو د فعالیتونو د خبرونو په خپرولو کې خنډ رامنځته کړی او په افغان رسنیو یې هم فشارونه ډېر کړي دي.


 د افغانستان د خبریالانو مرکز د عدالت غوښتنې او اړیکو د کمیټې مسوله سمیېه ولی‌زاده وايي د طالبانو د امر بالمعروف دا قانون چې د ژوندي سارو انځورونه بندوي د رسنیو لپاره جدي انديښنه ده.  نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې ددې قانون د پلي کېدو " له امله د افغانستان رسنۍ، په ځانګړې توګه تصویري رسنۍ د سقوط په درشل کې دي."


د میرمن ولي زاده په وینا، په تېرو درې کلونو کې په رسنیو د طالبانو پرلپسې فشارونو او محدودیتونه لا دمخه ګڼې رسنۍ بندې کړي او پر ځینو یې د کار ساحه تنګه کړې ده چې په وینا یې د ژوندي سارو پر انځورونو بندیز به تصویري رسنیو ته په یو مخ د تړل کیدو په مانا وي.


د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مخکې له دې په کندهار، تخار، هلمند، او ننګرهار ولایتونو کې د تصویري رسنیو فعالیت محدود کړی و. د دې وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر ټینګار کړی و چې  امر بالمعروف نوی قانون به په ټول هېواد کې په تدریجي ډول عملي شي.


که څه هم د طالبانو ډېريو قوانینو د نړیوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي، خو د طالبانو حکومت تل د خپل مشر د فرمانونو په عملي کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي شریعت پلي کول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Андрей Рублёв обыграл Ника Кирьоса и принёс своей команде победу в Мировой теннисной лиге






Семейная ипотека на вторичку не будет действовать в Москве и Петербурге

Персональная выставка арт-дуэта МАСтер и КАтерина в московском музыкальном театре Геликон-Опера

В боях у Курахово 68 полк заманивает в засады бронетехнику врага, уничтожая её вместе с пехотой (ВИДЕО)

Самый популярный «Москвич» обрел специальную версию: представлен «Москвичом 3» с ручным управлением