د خوړو نړیوال پروګرام: په سږني ژمي کې به نژدې ۱۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ وي
دغه اداره وايي، په سخت ژمي کې به، چې نن یې لومړۍ ورځ ده، نږدې ۱۵ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړ وي.
په افغانستان کې د دغې ادارې مرستیال ویاند ضیا الدین صافي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، "سږکال په افغانستان کې بشري اړتیاوې لوړې دي او د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي له لوږې سره مخامخ دي ".
د هغه په خبره، "دا مهال اټکل کوو، چې د سخت ژمي پر مهال به نږدې ۱۵ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا ولري ".
صافي وړاندې وویل، "د کار او خوړو د نشتوالي له امله کورنۍ د خپلو کورونو تودولو یا هم خپلو ماشومانو د تودولو لپاره له سختو انتخابونو سره مخامخې دي ".
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا (اوچا) تېره چهارشنبه ویلي وو، په ۲۰۲۵م کال کې به چې لس ورځې ورته پاتې دي په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۲ اعشاریه ۹ ملیونو ته ورسېږي.
د بېوزلو افغانانو غوښتنې
د هلمند اوسېدونکي عبدالمتین له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، په ژمي کې د بېوزلو کورنیو اړتیاوې لا پسې زیاتېږي.
هغه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، "په ژمي کې یخني زیاته وي چې له کبله یې خلک کارونو ته نه شي تللی، ځکه کارونه نه وي. خلک خپلو کورنیو ته نفقه نه شي برابرولی ".
هغه وړاندې وویل، "خلک له لویه سره له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، چې خپل خواړه نه شي برابرولی ".
د غزني اوسېدونکی رحمت الله وايي، "سږني ژمي ته تر نورو کلونو زیات وارخطا دی. هغه ازادي راډیو ته وویل، بې روزګاري هم ډېره ده ".
هغه وړاندې وویل، "زه چې په ښه او بد پوه شوی یم تر ننه نه یم وارخطا شوی، خو سږکال ټول خلک زما په څېر دي. پخوا به ما د لرګیو یا سکرو بخاري ولګوله، سږکال یې وس نه لرم ".
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، په را روان ۲۰۲۵م کال کې د ۲۲.۹ ملیونو اړو افغانانو له ډلې ملګرو ملتونو یوازې د ۱۶.۸ ملیونو اړو کسانو لپاره د بشري مرستو د رسولو پروګرام برابر کړی، چې له مخې یې ۲.۴۸ ملیاردو ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال ویاند ضیا الدین صافی وايي، د دوی اداره هم د بودیجې له کموالي سره مخامخ ده. د صافي په خبره، "د بودیجې د نشتوالي له کبله WFP یوازې په ژمي کې له ۶ ملیونه کسانو سره د بېړنیو خوړو مرسته کولی شي، دا مرستو ته د اړو کسانو تر نیمايي لږ شمېر دی ".
د هغه په خبره، "له دې کبله تر ۸ ملیونو ډېر کسان بې مرستو پاتې کېږي. په دوی کې څه باندې دوه ملیونه هغه میندې او ماشومان شامل دي، چې د ژمي پر مهال ځانګړو خوړو ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام سږکال ژمي کې د زیانګالو کورنیو د مرستې لپاره ۸۱۰ ملیون ډالرو ته اړتیا لري ".
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتواته ویلي، له افغانستان سره د نړیوالو مالي مرستو بنسټ لا هم پوخ شوی نه دی او محدود دی.
هغه ټینګار وکړ چې نړیوال بحرانونه، دغه راز د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه په افغانستان کې د بشري مرستو د کمښت لامل شوي دي.