یو امریکایي پلاوي لسیزه وروسته سوریې ته سفر کړی دی
چارواکو په دې اړه اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي، خو د دغو کتنو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د نامشخصو امنیتي ملحوظاتو له مخې د دغو چارواکو پلان شوی خبري کنفرانس پرون لغو شو.
لیف او د امریکايي پلاوي نورو غړو په دمشق کې د څلورو ستورو له هوټل څخه پرون بې له دې چې خبریالانو ته معلومات ورکړي ووتل.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په سوریه کې د تري تم شوي امریکايي خبریال اسټین ټایس د برخلیک په باب نور معلومات ترلاسه کول، د اقلیتونو حقونه او ټروریزم ته نه ویل د دغه پلاوي د بحثونو په اجنډا کې شامل موضوعات وو.
د جو بایډن ادارې ویلي، د سوریې له نوي حکومت څخه د امریکا د ملاتړ لپاره دغه موارد مهم دي.
دمشق ته د امریکايي پلاوي تر رسېدو مخکې، د امریکا پوځ وویل، د پنج شنبې په ورځ یې د سوریې په شمال ختیځ کې هوايي حملې کړي او د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو مشر او یو بل وسلوال یې وژلي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، دا بریدونه پر هغه ساحه شوي چې پخوا د سوریې د پرځول شوي حکومت تر کنټرول لاندې وه.
دغې قوماندانۍ زیاته کړې، دا عملیات د روانو هڅو یوه برخه ده چې د اسلامي دولت ډلې د یاغیانو مخه ونیسي، څو په سوریه کې له روان وضعیت څخه د ځان په ګټه کار وانخلي او د داعش د ۸۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو لپاره یې هم هڅې شنډې شي.
د داعش دغه بندیان د هغو کرد ځواکونو په توقیف کې دي، چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره شراکت لري.
د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت همکارې باربارا لیف په مشرۍ پلاوی، د امریکايي ډیپلوماتانو لومړۍ ډله ده چې تر یوې لسیزې زیاته موده وروسته په رسمي ډول سوریې ته سفر کوي.
د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۱۲م کال کې په دمشق کې خپل سفارت وتاړه.
خو له هغې راهیسې د امریکا محدود شمېر ډیپلوماتان په سوریه کې له پوځي واحدونو سره د سیاسي سلا مشورې په نقش کې موظف وو.