ملګري ملتونه: د اوبو کمښت د کوکنارو د بدیل کښت رواجولو پر وړاندې جدي خنډ دی.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام یا (UNDP) چارواکي وايي چې، د کوکنارو د کښت له بندولو سره د لسګونو زره بزګرو مالي عایدات له لاسه وتلي، خو بزګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د اوبو کافي امکانات نه دي برابر شوي.
د اسيا لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مشره (کاني ویګنا راجا) وايي، که څه هم د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو نړیوالو بازارونو ته د نشه يي موادو وړاندې کول کم کړي دي، خو په هیواد کې دننه یې جدي اقتصادي ستونزې پېښې کړي دي.
" په افغانستان کې د نشه يي موادو تولید د شپږ لکه بزګرو او هغوی د کورنیو لپاره د عایدو سرچینه وه. که څه هم د دې عایدو لږه برخه بزګرو ته رسېږي، خو د بزګرو په وسیله د کوکنارو کښت اعتیاد ډېر کړی دی. په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان د واکمنې ډلې له خوا د کوکنارو د کښت له منع کولو سره دې وضعیت بدلون وموند. که څه هم دې پرېکړې بازارونو ته د نشه يي موادو لېږل کم کړل، خو د دې هېواد بزګران او د هغوی کورنۍ یې له بېوزلۍ سره مخ کړې. "
اوس مهال د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې ترڅنګ، د دې سازمان پراختیايي پروګرام د پراختیايي پروژو د عملي کولو له لارې له هغو بزګرو سره مرسته کوي چې د کوکنارو د کښت منع کولو له امله زیان ورته رسېدلی دی.
په دې پروژو کې د ملګرو ملتونو له پراختیايي پروګرام سره د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنه او جاپان حکومت مالي او تخنيکي مرسته کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازی سټيفن روډریکس وايي، د دې پروګرام او مالي امکاناتو په وسیله به هڅه وکړي چې په راتلونکي کال کې د بزګرو لپاره د کوکنارو بدیل کښت او اوبو د سرچینو اسانتیاوي برابرې کړي.
" موږ د اوبو د سرچینو او اقلیمي بدلون پر وړاندې پر مقاومت تمرکز کوو او هڅه مو دا ده چې تر څو هغه زراعتي بوټي تغير کړو چې د اوبو له کموالي سره مخ دي. څرنګه چې په دې هېواد کې بزګران د زراعت هغه عمومي لارې چارې او محصولات غواړي چې لږو اوبو ته اړتیا لري. موږ هڅه کوو چې د کوکنارو د کښت منع کولو له امله زیانمنو شویو سيمو کې مشروع کښت رواج کړو. دا هڅې د کوکنارو د کښت پر ځای د مشروع کښت رواجولو لپاره کېږي. "
د ملګرو ملتونو د سولې انسټيټيوټ هم راپور ورکړی چې د غنمو په ګډون، د کوکنارو د کښت بدیل بزګرو ته لږ تر لږه د کوکنارو په اندازه ګټه نه لري.
د دې انسټيټیوټ څېړونکو موندلې چې د کوکنارو له منع کولو سره، د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې چې هلته د کار زمینه نشته بېوزلي ډېره شوې ده. که د طالبانو حکومت د بزګرو لپاره د اقتصادي مرستو زمینه برابره نه کړي، امکان لري چې د طالبانو د مشرانو د فرمان پر وړاندې د بزګرو مقاومت نور هم ډېر شي.