Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

له پولیو پاک افغانستان بنسټ: خلک دې خپله ونډه تر سره کړي

0
له پولیو د پاک افغانستان بنسټ له خلکو غوښتنه کړې، چې له پوليو ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصولو کې خپله ونډه ترسره کړي.


د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین نن دوشنبه د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې پیل شو. د طالبانو روغتیا وزارت ویلي، چې دغه درې ورځنی کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، ارزگان، زابل، ننگرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز کې تطبیقېږي، چې شا و خوا ۴ ملیونه او ۸۰۰زره ماشومان به چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، واکسین شي. په افغانستان له څه مودې راهیسې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین کور پر کور نه عملي کېږي او ماشومان تر ډېره په جوماتونو کې واکسینېږي.


شا و خوا میاشت مخکې د ۵ ملیونو او ۳۰۰زره ماشومان د واکسین لپاره دغسې یو کمپاین د افغانستان په څو ولایتونو کې عملي شو.


د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې سږ میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۵ او پاکستان کې ۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې ګوزڼ یا پولیو لا هم په کې ختمه شوې نه ده.


پولیو یا ګوزڼ یوه وایروسي او ساري ناروغي ده، چې درملنه نه لري خو واکسین کولی شي ماشومان ترې خوندي کړي. دغه وایروس د ماشوم په ملا کې مهمه عصبي رشته په نښه کوي، چې د ماشوم د فلج کېدو سبب کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Анна Блинкова

Анна Блинкова выиграла турнир в Остине в парном разряде






Прямые рейсы во Вьетнам возобновляются из Новосибирска

Мое дело. Как Алексей Пронин в отцовском гараже осуществляет свои мечты

«Будут собирать лицо»: отец мальчика, покалеченного собаками в Сочи, рассказал о его состоянии

«Королеву марафонов» Елену Блиновскую приговорили к 5 годам колонии