ایران: د سوریې له نویو واکمنانو سره مستقیم تماس نه لرو
د بشارالاسد رژیم څه باندې دوې اوونۍ مخکې (د ډسمبر میاشتې پر اتمه) وپرځول شو او د هیئت تحریر الشام ډلې په مشرۍ د دولت وسلوالو مخالفانو پر قدرت ولکه ټینګه کړه، چې مشري یې احمد الشرع کوي هغه کس چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی.
هیئت تحریر الشام ډلې په سوریه کې د هغو پوځي عملیاتو مشري کوله چې له واک څخه د بشارالاسد د پرځول کېدو سبب شول؛ اسد او کورنۍ یې روسیې ته لاړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په خپلو خبرو کې ویلي، ایران د سوریې د ملي حاکمیت ملاتړ کوي او سوریه باید د ټروریزم په پناه ځای بدله نه شي.
هغه ویلي: «د سوریې په اړه زموږ د دریځ اصل روښانه دی، چې د سوریې ملي حاکمیت او عزت وساتل شي، څو د سوریې وګړي له بهرنۍ مداخلې پرته د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.»
په سوریه کې له وروستو تحولاتو راهیسې د لوېدیځ او د سیمې د هېوادونو ځینو چارواکو دمشق ته سفرونه کړي دي.
د امریکا د ډیپلومانو یوې ډلې تېره پنج شنبه دمشق ته سفر کړی و، تر هغه مخکې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سوریه کې له اوسنیو حاکمانو سره خبرې کړې وې.
د بهرنیو چارو لپاره د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د سوریې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته، د قطر هوايي شرکت په لومړۍ الوتنه کې نن دمشق ته ورسېد.
بلخوا د اردن د بهرنیو چارو وزیر أيمن الصفدي ویلي، چې نن دوشنبه یې د سوریې له نوي واکمن احمد الشرع سره کتلي دي.
دا له کله چې د بشارالاسد حکومت وپرځېد، سوریې ته د اردن د یوه لوړ رتبه چارواکي لومړی سفر دی.
اردن چې د سوریې له جنوب سره سرحد لري، د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د یوې سرمشریزې کوربه و، چې د عرب هېوادونو، ترکیې، اروپايي ټولنې او د امریکا د متحدو ایالتونو ډیپلوماټان په کې راغونډ شوي وو او دوی له څوکلنې کورنۍ جګړې وروسته په سوریه کې د قدرت د یوه ټولګډونه او سوله ییز انتقال غوښتنه کړې وه.
په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان چې هېواد یې په سوریه کې د دولت د وسلوالو مخالفانو ملاتړ کاوه پرون یکشنبه دمشق ته سفر وکړ.
له هغه سره په ګډ خبري کنفرانس کې د سوریې نوي واکمن احمد الشرع ویلي چې په سوریه کې به ټولې وسلې د دولت تر کنټرول لاندې راوستل شي.
الشرع وویل، د پوځ پر نوي جوړښت له دفاعي او پوځي چارواکو سره له سلا مشورو وروسته به وسلوالې ډلې منحل او په منظم پوځ کې شاملې شي.
بلخوا، کرملین نن د ترکي رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالأسد مېرمنه أسماء فواز الأسد چې په بریتانیا کې زېږېدلې غواړي د طلاق له اخیستو وروسته له روسیې لاړه شي.
ترکي او عربي رسنیو یکشنبه راپور ورکړی و، چې أسماء الأسد په روسیه کې د طلاق درخواست ورکړی دی.