Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

ترامپ: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل وحشتناکه وو

0
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرامپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا ځواکونو وتل وحشتناکه یاد کړي او ژمنه یې کړې چې د خپل هېواد پوځي ځواک به پیاوړی کوي.


هغه چې د یکشنبې په ورځ د (ډیمسبر۲۲مه) د امریکا د متحده ایالتونو د اریزونا ایالت په فېنکس سیمه کې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل، "هیچا د هغو وسلو یادونه چې د بایډن ادارې په افغانستان کې پرېښودې او هغه سرتیري چې په هوايي ډګر کې ووژل شول، ونه کړه خو زه دا ټول یادوم ".


هغه د بایډن پر حکومت نیوکه وکړه چې د میلیونو ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې یې طالبانو ته پرېښودې.


ټرامپ وړاندې وویل، "له بده مرغه موږ د هغوو وسلوو لویه برخه افغانستان کې پرېښوده، تاسې باور کولی شئ، دا څومره وحشتناکه ده ".


ټرامپ د خپل پوځ د پیاوړي کیدو په اړه وویل، "زه به داسې خپل پوځ بیرته راجوړ او پیاوړی کړم چې هیڅ کله له دې وړاندې نه وو ".


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ چې تمه ده د جنورۍ په شلمه سپینې ماڼۍ ته د دویم ځل لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو د ولسمشر په توګه ستون شي، په ځلونو یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر کړنلارې نیوکې کړي دي.


هغه له دې وړاندې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي وو، که له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو پر مهال زه ولسمشر وای، ما به هیڅ امریکايي وسلې طالبانو ته نه وې پرېښې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ирина Хромачёва

Россиянка Хромачева проиграла в финале парного турнира по теннису в Мериде






Четыре мигранта осуждены за наркоторговлю в Тульской области

158 муниципальных служащих от Орловской области прошли во второй этап всероссийской премии «Служение»

В Москве зарядка смартфона прожгла ребенку плечо

Хоккейный клуб «Динамо» поддержал травмированного Константина Тюкавина