Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د پولیو د واکسین د کمپاین نن دریمه ورځ ده

0
د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین د کمپاین نن دریمه ورځ ده.

له پولیو د یوه خلاص افغانستان بنسټ پرون سې شنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې له ټولو بسپه ورکونکو او شریکانو مننه کړې چې د پولیو د یومخ له منځه وړلو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.


د دې بنسټ په خبره د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد د واکسین د دغه کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۴،۸ ملیونه ماشومان واکسین شي. دې بنسټ له خلکو غوښتي چې خپل د نویو زیږیدلو ماشومانو په ګډون ټول ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي. د پولیودغه کمپاین د دوشنبې له ورځې د افغانستان په یولسو ولایتونو کې پیل شوی چې سبا پنجشنه یې وروستۍ ورځ ده.


دغه کمپاین داسې مهال پیل شوی چې روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر۲۳ ته رسیدلی. ګوزڼ یا پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده چې یوازې واکسین کولای شي چې ماشومان پردې ناروغۍ له اخته کیدو وژغوري. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса