Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د طالبانو حکومت: په پکتيکا کې د پاکستاني الوتکو په بمبارۍ کې ۴۶ کسان وژل شوي دي

0
د طالبانو حکومت وايي د ډسمبر په ۲۴مه په پکتيکا کې د پاکستاني الوتکو په بمبارۍ کې ۴۶ کسان وژل شوي دي.


د طالبانو د حکومت وياند، ذبیح الله مجاهد د ډسمبر په ۲۶مه د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل:


"د پکتیکا برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوی. ټول پکې ۴۶ تنه شهیدان دي چې اکثریت یې ماشومانو او زنانه دي. ۶ نفره ټپيان دي چې یو لوی کس او ۵ ماشومان دي. شهیدان او ټپیان ځينې ځایی خلک دي او ځينې د وزیرستان څخه را مهاجرې شوی کورنۍ دي."


په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس يا پخواني ټويټر ليکلي ول چې د ډسمبر پر ۲۴مه ماښام مهال پاکستاني جيټ الوتکو پر پکتيکا په بمبارۍ کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه کړي دي.


د پاکستان پوځ او حکومت لا په برمل کې د تازه بريدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دې ويلي. خو پر اېکس ځينو حسابونو، چې باور کېږي د پاکستان استخباراتي ادارو ته منسوب دي، ادعا کړې ده چې په پکتيکا کې يې د بمباريو پر مهال د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي ‌پي) وسلوالو "څلور مهم مرکزونه" په نخښه کړي او له مينځه وړي دي.


ټي ټي پي ډلې چې په پاکستان کې بندیز ورباندي لګېدلی دی، تر اوسه په دې اړه څه نه دي وي.


دا بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې د دیسمبر پر ۲۳مه ناوخته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ يو پلاوی کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو پر سرپرست وزيرانو تر څنګ د افغان سوداګرو له يوه پلاوي سره هم وليدل. هغه په خپلو بیانونو کې وويل چې دواړو خواوو "د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا" او په سیمه کې "د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه پر کار کولو" موافقه وکړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Australian Open

Касаткина победила Томову и прошла во второй круг Открытого чемпионата Австралии






Подмосковье заняло первое место в России по производству йогурта

Подростки в башкирском Стерлитамаке толпой набросились на сверстника

Рябков допустил возможность телефонных контактов РФ с США после инаугурации Трампа

Неизвестный бросил чихуахуа в поезде Сергиев Посад — Москва