Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

طالبانو پر برمل د هوايي برید په اعتراض کې د پاکستان شارژدافېر احضار کړ

0
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې نن چهارشنبې له غزمې وروسته یې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضارکړ او د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته څیرمه یې د پاکستان د پوځي الوتکو د بمباري له امله  خپل شدید احتجاج لیک وسپاره.


دې وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې چې مرستیال ویاند یې حافظ ضیا احمد په خپله ایکس پاڼه يا پخواني ټویټرکې خپره کړې، د پاکستان د پوځ تېری غندلی او د پاکستان سفارت ته په ډاګه شوې، په داسې حال کې چې د پاکستان د ملکي حکومت استازی محمد صادق خان په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت و، د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د حریم نقضول او د ملکیانو شهیدانول د ځانگړو پاکستاني کړیو له خوا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د بې ‌باورۍ د رامنځ ته کولو هڅه ده.


تردې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې پاکستان پرون ناوخته د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې پرڅلورو سیمو بمباري کړې چې په نتیجه کې یې ۴۶ کسان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي. هغه همدارنګه ویلي چې په دغو بریدونو کې شپږتنه نورچې ډیری یې ماشومان دي، ټپیان شوي دي.


د افغانستان د خاورې دننه د دغو بریدونو او د طالبانو د حکومت د غبرګونونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یا د دې هیواد پوځ تراوسه څرګندونې نه دي کړي خو د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د خپل هویت د نه افشاکیدو په شرط فرانسپرس ته ویلي چې بریدونه د ترهګرو پرپټن ځایونو شوي او په هغو کې له جټ او ډرون الوتکو کاراخیستل شوی دی.


د دې چارواکي په خبره په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي  لږترلږه شل وسله وال وژل شوي دي.


خو دا په داسي حال کې ده چې هم طالبان او هم ځینې ځايي اوسیدونکي وايي چې په برید کې اکثره وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Стефанос Циципас

Неожиданный вылет Циципаса с AO-2025, яркая игра Кучерова в НХЛ. Главное к утру






Лавров: Шольц «героически» дозванивался Путину, но говорить с канцлером было не о чем

В Крыму за три года намерены построить и отремонтировать 29 дорожных объектов

В Московском регионе 5,6 тысячи самозанятых самостоятельно формируют будущую пенсию

В 2024 году самым популярным электробусным маршрутом в Москве стал м3