Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

امریکا د ګواتیمالا تر ۶۱ زره ډېر وګړي ایستلي

0
د ګواتیمالا د کډوالۍ دولتي انستیتیوت وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۲۴م کال کې د ګواتمیالا  ۶۱زره ۶۸۰ تنه وګړي بېرته ستانه کړي دي.


د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ، هغه څلور الوتکې چې له تګزاس روانې شوې وې، د جمعې په ورځ د ګواتیمالا په پلازمېنه کې د هوايي ځواک پر یوه پوځي اډه کښېناستې.


د ژانس د راپور له مخې، شا و خوا ۱۰۰ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، له یوې الوتکې کښته کړای شول.


 ګواتیمالا ته د دغه هېواد د وګړو ستنول په داسې حال کې زیات شوي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ راروانه میاشت سپینې ماڼۍ ته ستنېږي. ټاکل شوې د لوړې مراسم د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ پر ۲۰مه وشي. ټرمپ ژمنه کړې، هغه کډوال به په ډله ییز ډول اخراجوي، چې قانوني اسناد ونه لري.


د ګواتیمالا حکومت اټکل کړی، چې د دغه هېواد ۲ ملیونه او ۷۰۰زره وګړي د امریکا په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي، خو یوازې ۴۰۰زره یې د استوګنې اسناد لري. په ۲۰۲۳م کال کې په ټوله کې د ګواتیمالا ۵۵زره ۳۰۲ وګړي د امریکا له متحدو ایالتونو خپل هېواد ته ستانه کړای شوي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Арина Соболенко назвала момент, когда была близка к завершению карьеры






В работе реестра блогеров Роскомнадзора произошел сбой

Калинская призналась, что хотела бы поменяться жизнями с Курниковой

Близкие Мищука заявили, что у барда были проблемы с сердцем и диабет

На севере Москвы в 2025 году откроют школьный корпус на 400 учеников