د پاکستان ځانګړي استازي د کابل د سفر په اړه خپل صدراعظم ته معلومات ورکړل
صادق خان پرون (دوشنبې) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې ټیلیفوني خبرو کې یې صدراعظم ته د خپل وروستي سفر پایلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسنیو اړیکو وضعیت تشریح کړ.
صادق خان په خپل راپور کې په دوه اړخیزو اړیکو کې د ستونزو او فرصتونو یادونه کړې او د شرایطو د ښه کولو او اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د لا زیاتې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د پاکستان د صدراعظم دفتر هم د راپور هرکلی کړی او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې د هڅو د دوام غوښتنه کړې ده.
په دې بیان کې راغلي چې صدراعظم له ځانګړي استازي غوښتنه کړې چې د «ثبات ساتنې او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د پرمختګ» لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.
صادق خان د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ داسي مهال کابل ته لاړ چې په شپه یې د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې ۵۱ تنه ووژل شول.
د دې پېښې له کبله، چې د ملګروملتو په وینا ملکي وګړي پکې ووژل شول، د دوو هیوادونو ترمنځ ترینګلې اړیکې نورې هم کړکېچنې شوې.