د خوست په صبریو کې د مسو کان موندل شوی
د طالبانو د خوست ولایت د کانونو ریاست پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دغه ریاست ريیس، صادق جان حمزه د صبریو ولسوالۍ په تورتنګي سیمه کې د کشف شوي کان ځای له نژدې ولید.
په خبرپاڼه کې د حمزه په قول ویل شوي چې د خوست ولایت په تڼیو، لکڼو او سپېرې ولسوالیو کې هم د مسو ځینې کانونه موندل شوي دي.
څرګنده نه ده چې د دغو کانونو ارزښت څومره دی او طالبانو هم په خپله خبرپاڼه کې دې موضوع ته اشاره نه ده کړې.
د افغانستان د مسو تر ټولو ستر کان د لوګر مس عینک دی چې کلونه وړاندې یې له چینايي شرکت ایم سي سی سره د استخراج قرارداد شوی خو عملي چارې یې نه دي پیل شوي.