۲۰۲۴ له یوې لسیزې راهیسې پاکستان کې تر ټولو خونړی کال
۲۰۲۴ میلادي کال د پاکستان امنیتي ځواکونو ته په نژدې یوه لسیزه کې تر ټولو ډېر خونړی کال یاد شوی دی.
په اسلام اباد کې د څیړنو او امنیتې مطالعاتو یوه مرکز په خپل راپور کې موندلې چې په دغه کال کې په اوسط ډول هره ورځ ۷ پوځي او ملکي پاکستانیان وژل شوي دي.