د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نوی میلادي کال ولمانځل شو
د نوي کال د لمانځنې مراسم د نیوزیلنډ له اوکلنډ ښار څخه چې له نیویارک سره د وخت ۱۸ ساعته توپیر لري، پیل شول بیا د اسټرالیا په سیدني ښار، وروسته د جاپان په ګډون د آسیا په بېلابېلو هېوادونو، ورپسې په اروپا، افریقا او بالاخره د امریکا په لویه وچه کې خلکو نوي کال ته ښه راغلاست ووایه.
سږکال په منځني ختیځ، اوکراین او سودان کې جګړو د نوي کال د لمانځنې پر مراسمو سیوری غوړولی و، خو له دې سره سره د نوي کال د پیل په درشل کې د نړۍ په لویو ښارونو کې د اورلوبو، نڅاګانو، سندرو او د رڼاګانو نندارې جوړې شوې.
په افغانستان او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې نوی میلادي کال ډېر نه لمانځل کېږي.