امریکا له روسیې او ایران سره په تړلو دو ادارو بندیزونه ولګول
د خزانې وزارت چارواکو دا بندیزونه بیګا اعلان کړل او ویې ویل چې دې دوو ادارو هڅه کوله د انتخاباتو په درشل کې د امریکايي وګړو ترمنځ بې اتفاقي راولي.
د تروریزم او مالي استخباراتو په چارو کې د خزانې وزارت مرستیال په یوه بیان کې وویل چې د روسیې او ایران دولتونو د امریکا د انتخاباتو بهیر په نښه کړ او غوښتل یې د امریکایانو ترمنځ نفاق واچوي.
د امریکا استخباراتي ادارو پر دې دوو هېوادو تور لګولی چې د جعلي ویډیوګانو، خبرونو او پر ټولنیزو شبکو د مطالبو په خپرولو سره یې غوښتل د انتخاباتو اعتبار زیانمن کړي.
