Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2025

امینه محمد: افغانستان کې د ښځو پر حقونو دوامداره تیری کیږي

0
د ملګرو ملتونو یوې چارواکې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د روانو محدودیتونو په باب اندېښنه وښوده.


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو په پرله پسې ډول تېری کېږي.»


د هغې په لیکنه سږکال نورو شاتګونو دوی نور هم له عزتمن ژوند څخه بې برخې کړي دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې لیکلي، چې نه تسلیمېږو او په اسلام کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره د هغې تعهد نه خوځېدونکی دی.


طالبانو په خپله څه کم درې نیم کلنه واکمنۍ کې پر ښځو او نجونو ډول- ډول محدودیتونه لګولي دي.


نجونې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه لري، په پوهنتونونو کې یې زده کړې منع شوي او طالبانو په وروستي مورد کې په طبي انستیتیوتونو کې هم د ښځو او نجونو زده کړې منع اعلان کړې.


طالبانو ښځې په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса