Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2025

د خوست په یوه هوټل کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ګاز نیولي او مړه شوي دي

0
د خوست په یوه هوټل کې تېره شپه د ګازونیولو له کبله د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي دي.


د خوست لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدطاهر احرار د ازادۍ رادیو مشال څانګې ته ویلي، دغه کسان د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د یوه ناروغ د درملنې لپاره خوست ته ورغلي وو.


لس ورځې مخکې بیا په خوست کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي وو، چې درې تنه یې ماشومان وو.


د افغانستان او پاکستان په زیاتو برخو کې خلک د پخلي او په ژمي کې د کوټو د تودولو لپاره ګاز کاروي، چې ځینې وخت یې ډبې منفجر کېږي او یا هم د ګازونیولو په نتیجه کې خلک مړه کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса