Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیس دې له افغان خبریالانو سره ناوړه چلند ودروي

0
«د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان» په پاکستان کې له دېره افغان کډوالو په ځانګړي ډول خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو پر ناوړه چلند اعتراض وکړ.


دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلي: «هغه افغان خبریالان چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي، د بېلابېلو ناقانونه پلمو له مخې نیول کېږي، ځورول کېږي او ان د ویزې د نه لرلو په تور شړلو ته اړ کېږي.»


د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان له پاکستان غوښتنه کړې، چې د افغان خبریالانو د حقونو او ازادیو ساتنه وکړي. پاکستان د دې موضوع په باب رسماً څه نه دي ویلي. 


د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپله اعلامیه کې له هغو ټولو سفارتونو چې د افغان خبریالانو د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو قضیې مخته بیايي، د ویزو د ورکړې بهیر د چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.


په پاکستان کې دېره افغان کډوالو ویلي، چې له تېرې سې شنبې د پلازمېنې اسلام اباد له ځینو برخو د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه ده او راپورونه وايي ځینې افغان کډوال د اسنادو له لرلو سره- سره افغانستان ته اخراج شوي دي.


د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي وو، چې د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر له ۳۱ مې وروسته افغان وګړي، د پولیسو له اجازه لیک پرته په اسلام اباد کې نه شي اوسېدلای 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Australian Open

Зверев пробился в полуфинал Открытого чемпионата Австралии






Китайский новый год отметят в Москве 28 января — 9 февраля

Обещал место в Госдуме за взятку: москвич пойдет под суд за обман владимирца на 5 миллионов рублей

Конференцию о психолого-педагогической службе в образовании провели в Подмосковье

От чайных церемоний до световых шоу: как в Москве отпразднуют китайский Новый год