Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2025

د کاناډا صدراعظم د خپل کوند له مشرۍ استعفا ورکړه

0
د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو، وايي چې د واکمن لیبرال ګوند له مشرتابه څخه استعفا ورکوي، خو د هغه د ځایناستی تر ټاکل کېدو پورې به د صدراعظم په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.


هغه چې په پارلمان کې د خپل ګوند د استازو له خوا تر فشار لاندې و، د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۷مه) په یوه خبري کنفرانس کې همداراز اعلان وکړ چې د کاناډا پارلمان به د مارچ تر ۲۴ پورې ځنډول شوی پاتې شي.


نظرپوښتنې ښيي چې د جسټین ټروډو ګوند به په راتلونکو انتخاباتو کې سخته ماتې وخوري، او د هغه د استعفا یو دلیل هم دا ګڼل شوی.


۵۳ کلن جسټین ټروډو د ۲۰۱۵ په نوومبر کې واک ته ورسېد او دوه ځله نور هم وټاکل شو، خو دوه کاله وړاندې، د بیو د لوړوالي او د کورونو د کموالي له امله، د هغه محبوبیت کم شو



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса