Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2025

سهیل شاهین په دوحه د افغان سفارت د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی

0
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دوحه کې د طالبانو د حکومت د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.  


طلوع نیوز د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې نوموړی په دوحه کې د افغان سفارت چې د طالبانو په واک کې دی، د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.


د راپور پر بنسټ، په دوحه کې د افغان سفارت پخوانی سرپرست محمد نعیم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په توګه مقرر شوی دی.


د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې راهیسې له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي حکومت يې د هیڅ هېواد له لورې په رسمیت نه دی پيژندل شوی خو قطر یو له هغوو هیوادونو دی چې په دوحه يې افغان سفارت طالبانو ته سپارلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса