صادق خان: د اسلام اباد ناسته د نړیوالو لپاره ښه فرصت دی چې د افغانستان پر بشري بحران خبرې وکړي
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ په موخه اسلامي هېوادونه او نړیوال سازمانونه راټول شوي دي.په ناسته کې به د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونه په اړه هم خبرې وشي.