د پولیو واکسین پیل شوی خو خلک یې اغېزمن نه بولي
د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاینونو د اوسني تطبیق د څرنګوالي په اړه اندېښنه لري او دا طریقه اغېزمنه، او ټولو ته د لاسري وړ نه بولي.
دوی وایی د پولیو واکسین تطبيق د پخوا په څېر کور په کور غواړي، ځکه نشي کولی خپل ماشومان هغو ځانګړو ځایونو ته بوځي چې د واکسین لپاره ټاکل شوي دي.