احمد الشرع او محمد بن سلمان د اړیکو په پراختیا او هر اړخیزو همکاریو خبرې کړي
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ویلي د سعودي عربستان له ولیعهد محمدبن سلمان سره یې د اړیکو د لا ښه والي او بشري او اقتصادي برخو کې پر هر اړخیزو همکاریو مفصلې خبرې کړي.
سعودي عربستان د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال د بشار الاسد پرضد د یاغي ډلو مالي ملاتړ کاوه.