مسیحي محافظه کاره ګوند د جرمني په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رایې وګټلې
د فردریش مرتس په مشرۍ د جرمني مسیحي ډموکراټ ګوند سي ډي یو نږدې ۲۹ فیصده رایې خپلې کړي خو د حکومت د جوړولو لپاره به له نورو ګوندونو سره اییتلاف ته اړ وي.آلترنتیف د المان لپاره AfD ښي اړخي افراطي ګوند هم نږدې شل فیصده رایې ګټلي.