په افغانستان کې خوارځواکي هغه ناروغي ده چې میلیونونه ماشومان پرې اخته دي.
د کندهار په میرویس حوزوی روغتون کې داکټران وايي، په تیرو میاشتو دې روغتون په خوارځواکي اخته پنځه نیم زره ماشومان وروړل شوي دي.
دا شمیرې د سرې میاشتې د یو راپور د هغوو ارقامو وړه برخه ده چې په کې ویل شوي وو، په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکي اخته دي.