پنجاب کنګز د هند د پریمیر لیګ په نهایې لوبه کې نن د رایل چلنجرز بنګلور په وړاندې لوبيږي
لوبه د احمد آباد په سټوډیوم کې چې د ۱۳۲ زرو نندارچیانو ګنجایش لري دکابل په وخت دماښام په شپږنیمو بجو پیلیږي.تردې مخکې ، نه پنجاب کینګز او نه رایل چلنجرز بنګلور د هند پریمر لیګ قهرمانی ګټلې.دافغانستان نامتو آلرونډرعظمت الله عمرزی د پنجاب کینکز په لیکو کې لوبیږي.پنجاب کینګز لوبډلې دیکشنبې په ورځ دممبې انډینز لوبډلې ته چې پنځه ځله یې IPL اتلولي خپله کړې په پنځو ویکټو ماته ورکړه .دهند نامتو بیټسمن ویرات کوهلی د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې سره لوبه کوي.کوهلي او بنګلور به وروسته له هغه چې تیره اونۍ یې د پلې آف په پیل کې پنجاب ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه نن یوه نسبتا زړوره لوبه وکړي.
