کییف او مسکو یو ځل بیا موافقه وکړه چې اسیران تبادله کړي
د اوکراین او روسیې استازیو د مخامخ خبرو په دوهم پړاو کې یوازې د اسیرانو د تبادلې پر سر موافقه وکړه.
دا خبرې پرون په ترکیه کې وشوې، څه باندې یو ساعت یې دوام وکړ او په داسې وخت ترسره شوې چې د دواړو له لورې پر یوه بل هوایي بریدونه روان دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اونچو کیچلي په استانبول کې د کییف او مسکو د استازیو تر خبرو وروسته وویل، دې غونډې منفي پایله نه لرله.
تر دې غونډې مخکې، څیړونکو ویلي و، داسې ښکارې چې دواړه لورې لاهم سره لرې دي او د اوربند په برخه کې موافقې ته رسیدل ستونزمن دي.
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جون په لومړۍ نیټه له خپل روسیي سیال سرګي لاوروف سره په تیلفون خبرې وکړې او هغه ته یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پيغام بیا تکرار کړ چې د دایمي سولې لپاره دې مخامخ خبرې ادامه پيدا کړي.
