نن پنجشنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.
دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان په کې د عرفات غونډۍ او شاخواو دښتو کې راټولیږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تیروي.د طالبانو حکومت وايي، د حج د مراسمو لپاره دیرش زره حاجیان له افغانستانه ورغلي دي.طالبانو د جمعې ورځ عرفه او د شنبې ورځ د لوی اختر لومړی ورځ اعلان کړې ده.
